سرينګر 05 جنوری (اے پ?? پي) د كنټرول لائن په دواړو غاړو او ټوله نړۍ كښې مېشته كش??يريانو د خپلواكې د حق ورځ د دې لوظ پخلي سره ولمانځله چې دوي به د ملګرو ملتونو په څارنه كښې د آزادانه او منصفانه استصواب رائې د لارې د كش??ير شخړې ??ر حل كېدو خپلې هڅې روانې ساتي. د كش??ير مېډيا سروس له مخې د كال 1949م په نننۍ ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل يو قرارداد منظور كړے و چې پكښې د ملګرو ملتونو تر څارنه لاندې د ا??تصواب رائې د لارې د خپل سباٶن پړېكړې لپاره د كش??يريانو د خپلواكې د حق ملاتړ شوے و. د دې ورځې لمانځلو لپاره په آزاد كش??ير، پاكستان او ټوله نړۍ كښې لاريونونه، سېمينارونه ، كانفرنسونه او بېلا بېلې دستورې وشوې چې مقصد ئې په نړيواله ټولنه زور راوړل دي چې هغه د فسطائي مودي حكومت لخوا د كش??يريانو د مكمل خاتمې مخ نيوي لپاره مداخله وكړي. د كل جماعتي حريت كانفرنس عمومي سېكتر مولوي بشير احمد په سرينګر كښې په خپل يو بيان كښې په ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه دې د كش??يريانو د خپلواكې حق باوري كړي لكه څنګه چې دوي په ختيځ تېمور او سوډان كښې دا حق باوري كړے. د بلال احمد صديقي، مير شاهد سليم ياسمين راجه او ف??يده بهن جي پشمول نورو يو شمير كش??يري مشرانو په خپلو بيانونو كښې ملګرو ملتونو ته وئيلي دي چې هغه دې د كش??ير مسئله حل كولو سره سوئيلي اسيا د تباهې څخه بچ كړي.
د كنټرول لائن په دواړو غاړو او ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريانو د خپلواكې د حق ورځ ولمانځله
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس