اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) خارجه سېكرټري سهيل محمود د هېواد اقتصادي او قامي پرمختګ كښې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانود قدر وړ مرسته ستائېلو سره بهر هېوادونو كښې د پاكستان مشنز باندې زور راوړے چې هغوي پاكستانيانو ته آسانيو وركولو له ترلاسه ټول وسائل وكاروي او د هغوي ګيلې موثره او په وخت حل كولو لپاره پرله پسې هڅې باوري كړي۔هغه د نهې پورځ په ټوله نړۍ كښې د پاكستان سفيرانو او قونصل جنرل سره سره كراچۍ٬لاهور٬پیښور او د وزارت كېمپ آفسز مشرانو ته ورچوئل غوندې ته وېنا كوله۔د خارجه دفتر وياند له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم پرفارمنس ډيليوري يونټ چارو ته پام لرنه او پي سي پي كښې د ګيلو ازالې په اړه د چارو جاج اخستو د كوم مقصد چې د اولس خذمت كول ٬ كاركردګۍ زياتول او بهر هېوادونو كښې د پاكستان مشنز او صوبائي سر ښارونو كښې د وزارت كېمپ آفس لخوا د پاكستانيانو د ګيلې لرې كول دي۔خارجه سېكرټري د پاكستانو كډوالو شكايتونه لرې كولو په غرض سره د فارن مشنز لخوا د اي_كچهريو ستائېلو سره په دې خبره زور راوړو چې د پاكستانو كډوالو سره دا رابطه په مستقل بنيادونو روانه ساتل پكار ده۔په غونډه كښې ګډون كوونكو خارجه سېكرټري په پي سي پي د پاكستانو كډوالو لخوا د درج كړو ګيلو څخه خبر كړو او د ګيلو تل پاتې ازالې لپاره ئې ګڼ شمېر اقدامات تجويز كړل ۔خارجه سېكرټري د دې عزم پخلے وكړو چې د مشنز مشرانو لخوا وركړی شوې سفارشات به اړوندو حكومتي ادارو سره شيئر كولې شي دغسې چې پاكستانو كډوالو ته د خذمات په وركولو كښې لا بهتري راوستلې شي او د هغوي د ګيلو ازاله وكړې شي
بهر هېوادونو كښې د پاكستان مشنز دې پاكستانيانو ته آسانيو وركولو له ترلاسه ټول وسائل وكاروي۔د خارجه سېكرټري سهيل محمود ورچوئل غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا