پېنډۍ 09 نومبر (اے پي پي)د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د هېوي انډسټريز ټېکسلا دوره كړې۔ په دې مهال سرلښكر د هېوي انډسټريز ټېکسلا صلاحيتونو، د روانو منصوبو په پېشرفت او د هېوي انډسټريز ټېکسلا پروډکشن يونټس لپاره په دې وروستيو كښې د پورته كړو بېلنسنګ، ماډرنائزېشن او ري وېمپنګ (بي اېم آر) اقداماتو په اړه خبر كړے شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر په دې موقع د هېوي انډسټريز ټېکسلا د بېلا بېلو نتصيباتو دوره وكړه او ټانکونو لپاره په دې وروستيو كښې د جوړ كړي ښه تحفظاتي حل او د رېموټ وسلو نظام٬ په ځائي توګه د جوړ كړي 155 اېم اېم آرټلري ګن بېرل، د پوځي ګاډو بېلسټك/آئي اي ډي حفاظت او مېنوفيکچرنګ، ټانكونو او د آرمرډ پرسانل ګاډو د رغونې او اپ ګرېډيشن (اے پي سي سي) مشاهده وكړه۔ د پوځ سرلښكر د جاري تحقيق او د پرمختګ د منصوبو مشاهده وكړه٬ ده د ټانكونو، آرټلري ګنز او ګاډو لپاره د بېلسټک پروټيکشن سلوشنز په جديد ټيکنالوجيز كښې خود انحصارۍ لپاره د هېوي انډسټريز ټېکسلا د هلو ځلو ستائنه وكړه۔سر لښكر د هېوي انډسټريز ټېکسلا په مهارت د خپل باور څرګندونه وكړه او دا په جديد دفاعي پېداواري صنعت بدلولو لپاره ئې د چيئرمېن٬ چارواكو او كاركنانو د عزم ستائنه وكړه ۔ په دې موقع د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل په دفاعي پېدوار كښې خود انحصاري د هر يو هېواد پېژندګلي وي او دې مقصد لپاره په ترلاسه كړو كاميابيو وياړ لرو۔ دې نه وړاندې د اېچ آئي ټي چيئرمېن مېجر جنرل سيد عامر رضا ادارې ته په رسېدو د سرلښكر هركلے وكړو
د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د هېوي انډسټريز ټېکسلا دوره
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج