اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د پنجاب لنډمهاله وزيراعليٰ سيد محسن نقوي الوادعي وليدل۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وزيرِاعليٰ د وزيرِاعظم په مشرۍ كښې د هېواد معاشي استحکام لپاره په پورته كړ?? شوې حكومتي اقداماتو دوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ وزيراعظم د پنجاب نګران وزيراعلي?? په لنډه موده كښې د پنجاب په هره څانګه په خاص توګه د صحت٬ تعليم او مواصلاتي ډهانچې پرمختګ لپاره د اقداماتو ستائنه وكړه
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ