مظفر آباد 14 دسمبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د كشميريانو حق خود اراد??ت لپاره د پا??ستان سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو د عزم پخلي كولو سره وئېلي دي جمو و كشمير په نړيواله كچه منلې شوې شخړه ده او د 7 لسيزو څخه د مل??رو ملتونو سلامتي كونسل په اي??نډ?? حل غوښتې پرته ده٬ هند تش په نامه د قانون سازۍ او عدالتي پريكړو په شا د خپلو نړيوالو ذمه وارو نه لاس په سر كېدے نه شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د جمو و كشمير حر??ت لارښودو پلاوي ملاقات كړے۔په پلاوي كښې محمود احمد ساګر، غلام محمد صافي ، الطاف حسین واني ، سید فیض نقشبندي ، شیخ عبدالمتین، سلیم هارون، شیخ محمد یعقوب، امتیاز واني ، سید منظور شاہ، منظور قادر، حافظ حامد رضا ، مولانا امتیاز صدیق، سید یاسر عباس، سید جواد الحسن سردار امجد یوسف، میاں عبد الوحید، دانیال شهاب مدني ، ډاكټر مشتاق سردار، سردار عبد القیوم ، راجه فاروق حیدر، سردار عتیق او نور شامل وو۔په ملاقات كښې د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق هم موجود ؤ ۔ حر??ت لارښودو د هند سپريم كورټ لخوا د جمو و كشمير حېثيت په اړه د هند د غېر قانوني او يوه اړخيزه اقدام د توثيق غندنه او د كشميريانو سره د يووالي په څرګندونه ئې د وزيراعظم انوار الحق كاكړ مننه كړې۔د حر??ت لارښودو لخوا د آزاد جمو و كشمير قانون سازې اسمبلۍ په خاص غونډه كښې د پا??ستان وزيراعظم د وېنا ستائنه شوې۔ حر??ت لارښودو ووئيل د پا??ستان وزيراعظم ننني خطاب د كشميريانو د جذبات ترجماني كړې۔پلاوي سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل آزاد جمو و كشمير ته د پا??ستان رياست پیغام سره راغلے يم چې پا??ستان به په سياسي او سفارتي كچه د كشميريانو ملاتړ دوامدار ساتي۔ده ووئيل د كشمير مقدمه په نړيواله كچه په غوره طريقه څرګندولو لپاره به خارجه وزارت او بهر هېوادونو كښې د پا??ستان مشنز ٬ نړيوال تهنك ټينكس٬مېډيا او اكادميه سره روابط زياتولې شي۔ده ووئيل واشنګټن ډي سي٬لندن٬برسلز او نورو مهمو پا??ه تختونو كښې د كشمير مقدمې په اړه حكمت عملي جوړولې شي۔وزيراعظم ووئيل د خارجه وزارت او حر??ت لارښودو غونډه به ډېر وكړې شي٬د حر??ت لارښود دې د كشمير په اړه خپل تجاويز وركړي۔وزيراعظم ووئيل مونږ په واضحه توګه د هندي سپريم كورټ په غېر قانوني توګه كړې د مقبوضه جمو و كشمير حېثيت په اړه پريكړه رد كوو۔ده ووئيل جمو كشمير په نړيواله كچه منلې شوې شخړه ده كومه چې د 7 لسيزو څخه زياتې مودې راهيسې د مل??رو ملتونو سلامتي كونسل په اي??نډ?? حل طلب پرته ده ۔ده ووئيل د جمو كشمير د سباؤن حتمي پريكړه د مل??رو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو له مخې او د كشمير اولس د هيلو له مخې پكار ده٬ هند تش په نامه د قانون سازۍ او عدالتي پريكړو په لړ كښې د خپلو نړيوالو ذمه وارو نه لاس په سر كېدے نه شي۔
هند تش د نامې په قانون سازۍ او عدالتي پريكړو د خپلو نړيوالو ذمه وارو نه لاس په سر كېدے نه شي٬انوار الحق كاكړ٬ د حريت لارښودو د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ خاص غونډه كښې د پاكستان وزيراعظم د وېنا ستائنه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت