اسلام آباد۔8جون (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د قلعه سېف الله اختر زيي سيمه كښې ادو وياله ته نزدې د يو مسافر وېن ژورې كندې ته د پرېوتو په پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لمخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مونږ پېښه كښې د مړو شويو كسانو غمجنيو كورنيو سره د دوئي په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنيو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ ده پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي هم په خپل يو جلا پېغام كښې د مسافر وېن په پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ