منګلا۔5 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي چې حكومت اولس ته ارزانه برېښنا وركولو له ګامونه پورته كوي ولې چې پا??ستان د ګران توان متحمل كېدے نه شي٬ په مرسته كولو د ملګرو هېوادونو مننه كوؤ٬ منګلا ??ېم منصوبه د پا?? امريكا اړيكو تر ټولو غوره مثال دے٬ دا تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو تر ټولو غوره وخت دے٬ په هېواد كښې تعمير او ترقي به د نعرو او دھرنو د لارې نه ٬ سياسي استحكام سره كېږي ٬ حالات دومره سخت دي چې كه تاسو ته بيان كړم نو غونې به مو زيږ شي٬ مخلوط حكومت هېواد د سختو حالاتو سره ويستلو لپاره تندۍ سره او په جدي توګه كار كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د منګلا ??ېم د 5 او 6 ريفربشنټ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل منګلا ??ېم منصوبه د پا?? امريكا د اړيكو تر ټولو غوره مثال دے٬ د دې بنياد د صدر ايوب خان په دور كښې اېښودلے شوے وو۔ ده ووئيل د دې ??ېم زمونږ په معاشي پرمختګ كښې مهم كردار دے٬ د دې بيا رغونه ٬ اپ ګرېډېشن او ريفربشمنټ ضروري وو كوم لپاره چې يو اېس اېډ 150 ملين ډالر راكړي او فرانس د 90 ملين يورو قرضه راكړې۔ دا د 483 ملین ډالر منصوبه ده۔ وزيراعظم تربېلا ??ېم له د مرستې په اعلان كولو د امريكائي حكومت او اولس مننه كولو سره ووئيل دا د پا?? امريكائي اړيكو دائره كار تجارت او د سرمايه كارۍ په بېلو څانګو كښې د زياتولو تر ټولو غوره وخت دے۔ ده ووئيل د دې منصوبې پرانسته ما لپاره د وياړ خبره ده٬ ارزانه برېښنا د پا??ستان ضرورت دے او حكومت په دې لړ كښې ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل واپډا هم په دې منصوبه 175 ملین ډالره مصرف كړي دي په كوم چې د واپډا چارواكي د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې چې كله مسلم ليګ نون حكومت ترلاسه كړو نو هېوا كښې لوډ شېډنګ ډېر زيات وو ٬ نواز شريف لوډ شېډنګ ختم كړو٬ صنعتونه روان شول٬ دغسې برآمدات بحال شول٬ پا??ستان پيپلز ګوند د سټيل مل بنياد كېښودو او دا يۍ سر ته ورسولو٬ د دوئي دا كارنامه به ټول عمري له ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل د پا??ستان د انرجي بل د كال 27 اربه ډالر ته رسېدلے دے٬ كوم هم پرمختګ كوؤنكې هېواد ددې متحمل كېدې نه شي۔ ده وئيل پا?? پروردګار پا??ستان ته بلها پنګې وركړې دي خو د بده مرغه مونږ دې څخه استفاده كولې نه شؤ ۔ ده ووئيل مونږ هائيډل څخه يوازې د 10 زره مېګاواټ برېښنا جوړولو صلاحيت لرؤ حالانكه دا صلاحيت دې څخه زيات دے۔ وزيراعظم ووئيل د دې ذمه واري په ټولو حكومتونو راځي۔ ده ووئيل كه په هېواد كښې ډېمونه او د اوبو ذخيره كولو ځايونه وې نو د سېلاب د لاسه چې څومره تباهي شوې دا به نه وه شوې او د ارزانې برېښنا له امله به پا??ستان د پرمختګ په لاره روان شوے وو۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب دلاسه زياته تباهي شوې ٬ مونږ د نړۍ نه خېرات نه غواړؤ٬ زمونږ د ماحولياتي انصاف غوښتنې بيانيه په نړيواله كچه ستائلې كېږي٬ په شرم الشېخ كښې زما دريځ تسليم كړے شو۔ ده ووئيل مونږ له به خپله محاسبه كول وي او خپل دننه به همت او توان پېدا كول وي ٬ خواري به خپل شعار جوړول وي۔ ده ووئيل د يوكرېن او روس جنګ د لاسه د تېلو قيمتونه آسمان سره خبرې كوي۔ ده و وئيل د بده مرغه پا??ستان يو زرعي هېواد دے بياهم د اربونو ډالر د بهر څخه درآمد كوي۔ په دې موقعه وزيراعظم د امير مقام په غوښتنه د كوهستان درې ضلعو كښې د 10 مېګاواټ برېښنا منصوبې اعلان هم وكړو۔ دې څخه وړاندې دستورې ته خپل خطاب كښې امريكائي سفير ډونلډ بلوم ووئيل دا منصوبه د پا?? امريكې اړيكو او مرستې عكاسي كوي٬ د تربېلا ??ېم د كار استعداد زياتولو له به امريكا د پا??ستان مرسته كوي٬ په ماحولياتي بدلونونو قابو موندلو له به په ګډه كار كول وي٬ پا??ستان په دې وروستيو كښې بدترين سېلاب سره مخ پاتے شو٬ د بحالۍ په كارونو كښې به د پا??ستان مرسته كول وي۔ د واپډا چيئرمېن سجاد غني ووئيل چې وفاقي حكومت د کلین ، ګرین او ارزان توان رسولو كښې ژوره خوښي ښكاره كړې ده ٬ واپډا هم په دې اړه پا??ېسي جوړه كړې ده د كومې له مخې به چې موجوده حكومت منصوبې پياوړې كوي او د نورو ډېمونو ريفربشمنټ به كولې شي۔ ده په منصوبو كښې په مرسته كولو د امريكا او فرانس مننه وړه۔ دستورې ته د جنرل الېكټرك هائيډرو فرانس پراجېكټ ډائرېكټر هم خطاب وكړو۔ په دې موقعه د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي ٬ د يو اېس اېډ مشر او د آزاد كشمير وزيراعظم هم موجود وو۔
حكومت اولس ته ارزانه برېښنا وركولو له اقدامات كوي٬ منګلا ډېم منصوبه د پاك امريكا اړيكو تر ټولو غوره مثال دے٬ د وزيراعظم شهباز شريف منګلا كښې خطاب
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم