اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سيكټري انتونيو ګوتريش به په 9 او 10 ستمبر د پاكستان دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد د زيارت په ورځ پريس بريفننګ كښې ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سيكټري دا يوه مهمه دوره ده،هغه به هېواد كښې د راغلې سيلاب په دې سخت وخت كښې پاكستان سره د يووالي او د نړيوالي ورورورۍ د اړخه ۖ د مرستې څرګندونه كوي۔وياند ووئيل تيره شپه پاكستان ته د 21 پروازونو د لارې تركيې، متحده عرب امارات او چين پشمول بيلو هېوادونو څخه سيلاب ځپليو لپاره امدادي سامان رارسيدلے، ده هيله څرګنده كړه چې يو څو ورځو كښې به د مرستې نور سامان هم راروسيږي ۔وياند ووئيل تركيې څخه د مرستې سامان د ټرين د لارې هم راځي۔ده ووئيل ګڼ شمير هېوادونو او نړيوالو تنظيمونو د سيلاب ځپلو مرستې لپاره د پاكستان سره د مرستي كولو لوظ كړے ۔ده ووئيل په دې كښې آسټريليا، آذربائيجان، كاناډا ، چين، اروپائي ائتلاف ، فرانس، ايران، جاپان، قازقستان، كويت، نيوزي لينډ، ناروے، فلسطين، قطر، جمهوريه كوريا، سعودي عرب، سنګاپور، تركي، متحده عرب امارات، برتانيه، امريكه، ازبكستان، ورلډ بنك ، اېشين ډوېلپمنټ بېنك او د ملګرو ملتونو نورو ايجنسيو پشمول نړيوالې ادارې شاملې دي۔ وياند ووئيل په دې سخت وخت كښې په ضروري مرسته كولو د ټولو مننه كوو۔
د ملګرو ملتونو عمومي سيكټري انتونيو ګوتريش به په 9 او 10 ستمبر د پاكستان دوره كوي ۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا