بيجنګ 30 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان د سيمه ايز استحكام٬روابط او اقتصادي انضمام ودې لپاره افغانستان كښې امن ضروري ګڼي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه په چين ګښې د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو درېمې غونډې په موقع د افغان لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه۔خارجه وزير ووئيل مونږ د يو آزاد٬خپلواكه او په اقتصادي توګه قوي او متحد افغانستان لپاره د افغانستان او نړيوالې ورورولۍ ترمينځه د روابطو د تسلسل هركلے كوو٬په 23 او 24 مارچ په اسلام آباد كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل د نتيجې وړ غونډه شوې چې پكښې د نورو چارو سره سره غړو هېوادونو د افغانستان سره د يو والي څرګندونه كړې۔خارجه وزير ووئيل په دغه غونډه كښې د افغانستان لپاره د هيومينټيرين ټرسټ فنډ فعالولو اعلان هم شوے ٬پاكستان سيمه ايز استحكام٬رابطو او اقتصادي انضمام ودې لپاره په افغانستان كښې امن ضروري ګڼي۔ده ووئيل مونږ كورني استحكام او د نړيوالې ورورولۍ هيلې پوره كولو لپاره د افغانستان عبوري حكومت اقدامات او عزم ستائيو۔خارجه وزير د پاكستان د اړخه د افغانستان استحكام او پرمختګ لپاره د هڅو روانو ساتلو د عزم څرګندونه وكړه۔د افغانستان د عبوري حكومت لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډې په كاميابۍ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د پاكستان قيادت له مباركي وركولو سره د افغانستان تعمير او پرمختګ او استحكام لپاره د پاكستان په پرله پسې په معاونت د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او پاكستاني قيادت مننه وكړه
پاكستان د سيمه ايز استحكام٬روابطو او اقتصادي انضمام ودې لپاره افغانستان كښې امن ضروري ګڼي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena