اسلام آباد 19مارچ (اے پي پي)ايئر چيف مارشل ظهر احمد بابر سدهو د پاك فضائيه 23م مشر په حېث د جمعې په ورځ په ايئر هېډكوارټرز اسلام آباد كښې د بدلون كمانډ باوقاره دستوره كښې د پاك فضائيه كمانډ سنبهال كړو۔په دې موقع د پاك فضائيه يوې چټك ډلې موده ترسره كونكي د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان ته سلامي وړاندې كړه۔د دستورې په مهال د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو ته د كمانډ اعزازي شمشير وركړو او هغه ته ئې د ايئر چيف مارشل رينك هم ولګولو٬څلور 17 ۔ JF تهنډر الوتكو موده ترسره كونكي ايئر چيف ته د مخه ښې سلامي وړاندې كړه۔ په دې موقع موده ترسره كونكي ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان ووئيل چې په يقيني توګه د نړۍ يو ښه فضائيه مشري كول يو داسې اعزاز دې چې د كوم ثاني نشته۔”آپرېشن سوئفټ ريټورټ”په مهال د ترلاسه شوې كاميابۍ ذكر كولو سره ده ووئيل چې الحمدلله پاك فضائيه يو ځل بيا د قوم د هيلو له مخې د خپل آسمان محافظ كېدو ثبوت وركړې۔موده ترسره كونكي ايئر چيف د پاك فضائيه مشر ته مباركي وركولو سره ووئيل چې زما جانشين د لارښودنې او پېشه ورو غېر معمولي صلاحيتونو لرلو سره سره يو ښه انسان هم دې۔زه ايئر چيف مارشل ظهير بابر سدهو ته د پاك فضائيه مشر په تعيناتۍ مباركي وړاندې كوم او د هغه نوې ذمه وارو كښې كاميابۍ لپاره دعا كوم هغه ووئيل باور لرم چې انشاﺀ الله!د هغه په كمانډ كښې به پاك فضائيه سترې كاميابۍ ترلاسه كړي۔
ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو د پاك فضائيه كمانډ سنبهال كړو
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II