اسلام آباد۔5 جنوری(اے پی پی) پاکستان منځني ختيز كښې د سعودي عربستان او قطر ترمينځه اړيكو كښې مهم پېشرفت خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي پاكستان خليج تعاون كونسل او ددې غړو هېوادونو سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ د نهې په ورځ د خا??جه دفتر وياند ووئيل پاكستان د سعودي عربستان او قطر ترمينځه د زمكيزو ٬ هوائي او سمندري پولو بيا پرانستې ته هركلې وائي۔ وياند ووئيل مونږ د ګلف تعاون كونسل لخوا د تېرو څلورو كلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمينځه د حل وړ مسئلو حوالې سره د ګامونو هم هركلې كوؤ۔ پاكستان د كوېت امير لخوا د خليج تعاون كونسل هېوادونو ترمينځه د اختلافاتو ختمولو له د ترسره كړي كردار ستائنه كوي۔ د خا??جه دفتر وياند ووئيل ددې پرله پسې او د اخلاص نه ډكو هڅو او د جي سي سي هېوادونو خپله منځه مرستې مثبت او د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته كېږي۔ هغه ووئيل هيله ل??ؤ چې د جي سي سي العلاﺀ كښې كېدونكې ??ون??ې سره به د ډاډ وړ پېشرفت وشي۔ وياند ووئيل د خليج تعاون كونسل هېوادونو ترمينځه باور به ل?? زيات شي ۔ هغه ووئيل پاكستان خليج تعاون كونسل او د دې غړو هېوادونو سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔
پاكستان خليج تعاون كونسل او د دې غړو هېوادونو سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ