اسلام آباد۔ 2مئي (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس د ل??سه د پنجاب نه پس خېبر پختونخوا كښې زيات كسان مړه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 113 كسان مړه شوي دي كومو كښې چې 41 كسان په وېنټیلېټرز وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې 4414 كسانو کووډ۔ 19 ټېسټونه مثبت راغلل۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال په مجموعي توګه ?? كورونا 45275 ټېسټونه وكړې شول۔ تر دې دمه دې وبا نه ګرد هېواد كښې 7 لکھ 22 زره 202 كسان ښه شوي دي۔ بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې د کووډ۔19 كوم رن??ور دا مهال په وېنټیلېټرز نشته۔ ګرد هېواد كښی 663 رنځوران په وېنټيلېټرز دي۔ ?? كووډ۔19 اېکټو کېسونو شمېره 89 زره 661 او د ځپليو مجموعي شمېره 8 لکھ 29 زره 933 ته رسېدلې ده۔ د کووډ۔19 وبا د ل??سه ګرد هېواد كښې تر دې دمه 18 زره 70 كسان مړه شوي دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښی ?? كووډ ۔19 يو كروړ 18 لکھ 82 زره 141 ټېسټونه شوي دي۔ ګرد هېواد كښی د دې وبا درملنو له ??ېل كړې شويو 631 روغتونونو كښې 6 زره 612 كسان داخل دي
د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 4414 کېسونه رامخې ته شول۔ 113 كسان مړه ٬ نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ