اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم م??مد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان سعودي عرب سره په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې له خوښي لري۔د دې خيالاتو څ??ګن??ونه ده په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالكي سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ هغه سره ملاقات كړے۔وزيراعظم د خادم الحرمين الشريفين سلمان بن عبدالعزيز السعود او د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نيكو خواهشاتو څ??ګن??ونه وكړه۔وزيراعظم د سعودي ولي عهد سره په ټېليفون د خپلو اوسنو خبرو اترو ذكر وكړو او وې وئېل په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو شريك خواهش لرو ۔په دوه اړخيزه اړيكو كښې د اضافې رفتار په ځاې ساتلو لپاره وزيراعظم په مختلف سطح باقاعده د دوه اړخيزه تبادلو په اهميت زور راوړو۔وزيراعظم د سعودي عرب ل??وا د مرستې وركولو پشمول په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو لپاره د بشپړه مرستې په څ??ګن??ونه د سعودي عرب قيادت او اولس مننه وكړه۔وزيراعظم د مرستې په هلو ځلو كښې د سعودي عرب سفير مهم كردار هم وستائېلو چا چې په ذاتي توګه د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړی
وزيراعظم شهباز شريف سره د سعودي سفير نواف سعيد المالكي ملاقات
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ