اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) ?? دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي سياسي جھګړو نه څانله به مونږ له د سباؤن منصوبه بندي كول وي’د اوبو په وسائلو د آبادۍ زياتوالې په وجه شديد فشار دے’كه مونږ په سمدستي توګه منصوبه بندي ونه كړه نو زمونږ لپاره به مسئلې زياتې شي’ دې معاملې ته د قومي ايمرجنسي درجه وركولو سره بيړني اقدامات كولو ته اړټيا ده۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ?? دفاع وزير ووئيل په حقيقت كښې اوبه دومره نشته او په آبادۍ كښې د زياتوالي ??ه وجه د اوبو په استعمال كښې زياتوالے كېږي۔ ده ووئيل وړاندې به زمونږ په كليو كښې تالابونه وؤ ‘ اوس وګړو هغه ختم كړي په هغې ئې قبضې كړي۔دغسې په شاملات هم قبضې شوي او هلته چې د اوبو د ذخيره كولو كومې ذريعې وي هغه هم ختمې كړې شوي۔ده ووئيل د اوبو ضائع كول د فطرت نفي ده ‘ بايد په دې خبره مونږ سوچ وكړو۔ ده ووئيل بلوچستان كښې د چلغوزو په ځنګل كښې اوور لګيدلے خو د هغې د وژلو لپاره زمونږ سره اوبه نشته دغسې ځناور او انسانان هم د اوبو لپاره ګرځي۔ بارانونه كم ش??ې او كله چې كېږي نو ډير زيات كېږي۔
زمونږ د اوبو مسئلې به سنګينې شي، د قومي ايمرجنسي درجې وركولو سره هنګامي اقدامات كولو ته اړتيا ده ۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil