اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د كشمیر چارو او ګلګت بلتستان وفاقي وزیر او د مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مق??م وئيلي دي د پي ټي آئي ”فائنل 13م كال“ به هم مس كال ثابت شي،وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور دې په وفاق بريد كولو سره د خپلي توانائی ضائع كولو په ځائے صوبه كښې د ترهه ګرۍ زياتو شوو پېښو ته پام لرنه وكړي۔د پي ټي آئي په 24 نومبر د احتجاجی كال په اړه خپل يو بيان كښې ده ووئيل وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور دې په وفاق بريد كولو سره د خپلي توانائی ضائع كولو په ځائے صوبه كښې د ترهه ګرۍ زياتو شوو پېښو ته پام لرنه وكړي، علی امین دې د عمران خان ځانمرګې بريد كونكے نه جوړيږي ،عمران خان ښځي او خور ته د ګوند په سپارلو انقلاب راوستے،عمران خان هغه وكړه د كومې په ضد به ئې چې خبري كولې۔امیر مق??م ووئيل د يو بل 9 مئی په سازش به عمران خان ته څه هم ترلاسه نشي،سیاست كښې د ترهه ګرۍ انجام هم د ترهه ګرو په شان وي،د ترهه ګرۍ په ضد ټول قام يو موتے دے چې پكښې پي ټي آئي هم شامله ده۔ده ووئيل سیاست كښې سیاسی مطالبات وي، خو سیاسی قوتونو سره په خبره نه كولو عمران خان ثابت كړه چې هغه په سياست نه پوهيږي او نه په سياسي هلو ځلو باور لري،عمر له سیاسی قوتون?? لچك ښائي۔امیر مق??م ووئيل قانون لاسو كښې په اغستو به قانون په حركت كښې راځي،عمران خان دې بے ګناه وګړي د قربانۍ ??ډو??ي نه جوړوي۔ده ووئيل د پي ټي آئي ”فائنل 13م كال“ به هم مس كال ثابت شي۔ده ووئيل ”مونږ څه غلامان يو “ وئيونكې په رښتيا غلامان شو، د خېبر پښتونخوا سركاري ملازمان او عمله په وفاق او پنجاب د بريد لپاره استعماليږي،پي ټي آئي ډیل لپاره په 24 نومبر د احتجاج كال كارډ استعمالوي۔ده ووئيل د پي ټي آئي لیډر د میډیا او كاركنانو په وړاندې چغي سوري وهي او بيا دننه بخښني غواړي، د پي ټي آئي بانی دې دې خبري ته خاص پام وكړي۔
د پي ټي آئي ”فائنل 13م كال“ به هم مس كال ثابت شي۔انجینئر امیر مقام
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ