اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي)د نريندر مودي ګوند بي جے پي په كال 2014 كښې اقتدار ته راتللو نه پس د انتهاخوښو لخوا مسلمانان او نور اقليتونه پرله پسې ناروا سلوك سره مخ دي حالانكه د هند يو ارب 40 كروړ په آبادۍ كښې تقريبا 15 فيصد مسلمانان او كم او زيات 80 فيصد هندوان دي۔ د تجزيه كارو او مبصرينو له مخې بي جے پي او د دې نظرياتي سرپرست راشټريه سوم سيوك سنګ(ار اېس اېس)هندوان د مسلمان او عيسائي مذهب په اختيار كولو خبردار كړي او په هند كښې په “آبادياتي عدم توازن”په مخ نيوي زور راوړې۔ دوي وائي چې د هند آزادۍ نه پس مسلمانان د آئيني تحفظات باوجود منظم امتيازي سلوك٬تعصب او تشدد سره مخ وو۔ دوي ووئيل چې په هند كښې د مذهبي اقليتونو د بشري حقونو خلاف ورزۍ روانې دي چې پكښې غېر قانوني حراست٬تشدد او د بنديانو په جعلي مقابلو كښې وژنې٬په خلكو په ښكاره توګه بريدونه او په ډېرو معاملاتو كښې د هغوي د عبادت د ځايونو په ضد په پراخا پېمانه مداخلت شامل دے۔ اے پي پي سره په خبرو كښې پخواني سفير آصف دراني ووئيل چې اګر چې د هند آئين د هېواد د سيكولر نوعيت خبره كوي خو د ټولو عملي مقاصد په اړه دا يو هندو رياست دے۔ده ووئيل چې د هند يوه لويه آبادي د مسلمانانو ده او په كاروبار او بيورو كريسي كښې د هغوي نمائندګي د يو فيصد نه هم كمه ده او په هغوي نور جبر هم كولې شي۔ په دې تناظر كښې كه نړۍ دا ګڼي چې هندوستان يو سيكولر جمهوري رياست دے نو زما په خيال دا تصور غلط دے۔ده ووئيل چې نړيوالې ورورولۍ له د صورتحال نوټس اخستل او د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو مخ نيوي او د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې كشميريانو ته د هغوي حق خود اراديت وركولو لپاره په هند د فشار اچولو ضرورت دے۔ سفير ووئيل چې كشميري تقريبا په خپله سيمه كښې محصور شوي ځكه چې د آر اېس اېس مشرتابه هندوتوا طاقتونه كشميريان په اقليت كښې بدلولو سره د مقبوضه رياست آبادي بدلول غواړي دغسې چې هغوي اعلان وكړی شي چې هغوي د رائې شمېرنې لپاره تيار دي۔
د مودي ګوند بي جے پي انتهاخوښو لخوا په مسلمانانو او نورو اقليتونو د ظلم لړۍ روانه ده
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا