اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې قومي معيشت په سم پلو پرمختګ كوي، د 6 فيصد نه زيات د معاشي نمو شرح ترلاسه كول د پاكستان هدف دے، په راتلونكو پنځو كلونو كښې به قومي برآمدات 100 اربه ډالرو ته رسوو. خليج ټائمز سره په يوه ځانګړې مركه كښې د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين ووئيل چې حكومت د چين په مرسته د كركيلې څانګې پرمختګ او د صنعتونو بحالې سره د پېداوار اضافې ته خاص پام كوي. ده ووئيل چې قومي معيشت په سم پلو پرمختګ كوي، كه د روان مالي كال په مهال مونږ د 5 فيصد نه زيات پائيدار شرح نمو ترلاسه كړه نو پاكستان به په ستمبر كښې د آئي اېم اېف څخه نجات ترلاسه كړي. ده ووئيل چې د اقتصادي اصلاحاتو په نتيجه كښې به د هېواد په جي ډي پي كښې د راتلونكي مالي كال په مهال د 6 فيصد نه زياته شرح نمو وي. د خزانې وزير ووئيل چې كه مونږ 6 فيصد پائيدار شرح نمو ترلاسه كړو نو په ستمبر كښې د ختمېدونكي آئي اېم اېف اوسني پروګرام نه پس به پاكستان د آئي اېم اېف كوم بل پروګرام ته ضرورت ونه لري. د پاكستاني روپې د قدر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پاكستان كرنسي مستحكم ده او په دې كښې نه نور كمې نه كېږي.
قومي معيشت په سم پلو پرمختګ كوي، د 6 فيصد نه زيات د معاشي نمو شرح ترلاسه كول د پاكستان هدف دے. د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين خليج ټائمز سره مركه
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados