اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د نېشنل فوډ سكيورټي وفاقي وزير فخر امام وئيلي دي مقبوضه كشمير كښې هندي عسكرو ميرمنې په خاص توګه ټارګټ كړې ٬ د دې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده، آر اېس اېس سوچ كشمير كښې د مسلمانانو شهريت ختمول دي، هر يو پاكستانې د كشمير شخړې په اړه يو موټې دي ۔ده د ګل په ورځ د ميرمنو نړيوالې ورځ په موقع تحريك حق خوداراديت انټرنېشنل او نيشنل پريس كلب اسلام آباد د سيورې لاندي نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع سيمينار ته وائس آف كشمير ډپټي سيكرټري زينيشا خان ، پي ټي آئي د آزاد كشمير د ميرمنو ونګ د اطلاعات سيكرټري عنبرين ترك، تحريك حق خود اراديت لارښود راجه نجابت حسين، افشاں تحسين باجوه، عبدالحميد هم خطاب وكړو۔ وفاقي وزير فخر امام ووئيل نن د ميرمنو نړيواله ورځ ده دا ورځ په نيو يارك كښې پيل شوې وه، 1967 كښې يو اين د دې ورځ په نړيواله كچه لمانځلو اعلان كړے۔ده ووئيل د ميرمنو د بنيادي حقونو خبره كيږي، نن چې په جمو او كشمير كښې د ميرمنو كوم حالات دي هغې څخه ټوله نړۍ خبر ده، هند په كشمير كښې ميرمنې په خاص توګه ټارګټ كړي،د دې چې څومره هم غندنه وكړې شي نو كمه ده،
په مقبوضه كشمير كښې هندي عسكرو ميرمنې په خاص توګه ټارګټ كړې، د دې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده، د نېشنل فوډ سكيورټي وفاقي وزير فخر امام سيمينار ته وينا
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن