پېنډی۔5 دسمبر(اے پی پی) د پاك سمندري پوځ پخوانے مشر اېډمرل یسطور الحق ملک په لاهور كښې پوځي درناوي سره خاورو ته وسپارلے شو۔ د جنازې مونځ كښې د وسله والو ځواكونو ريټائرډ او حاضر سروس افسرانو او عامو وګړو ګډون وكړو۔ د صدر، وزیراعظم، د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن ٬ د وسله والو ځواكونو مشرانو او د سمندري پوځ افسرانو او ځوانانو لخوا د اېډمرل يسطور الحق ملك په قبر د ګلونو څادرونه خپاره كړے شول۔ د آئی اېس پی آر له مخې اېډمرل یسطور الحق ملک په كال 1954 كښې په پاك سمندري پوځ كښې كمېشن ترلاسه كړے ؤ ۔ اېډمرل یسطور الحق ملک د كال 1965 او 1971 په پاك هند جنګونو كښې برخه اغستهې وه ۔ ارواښاد د كال 1988 څخه تر 1991 د پاك سمندري پوځ مشر پاتې شوے ؤ ۔ ارواښاد نېول چیف د کمانډر پاکستان فلېټ، وائس چیف آف دی نېول اسټاف او چیئرمېن پاکستان نېشنل شپنګ کارپورېشن په توګه هم خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې وې۔
یسطور الحق ملک په لاهور كښې پوځي درناوي سره خاورو ته وسپارلے شو
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری