اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د اقتصادي مرېتب تنظيم غونډه د نهې په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د اقتصادي مرستې ت??ظيم د مشرانو د 13مې غونډې د انتظامات جاج واخستې شو٬غونډه به د مارچ په وړومبنۍ نېټه اسلام آباد كښې ??ېږي٬د غړو هېوادونو اعلٰی چارواكو او د وزيرانو غونډه به د فرورۍ د 26مې نېټې نه تر 28مه نېټھ كېږي۔وزيراعظم د مشرانو ?? غونډې د ايجنډې نه خبر كړې شو۔ده ته ووئيل شول د اسلام آباد اعلاميه به سيمه ايزې خوشحالۍ لپاره د رابطې په سر خط كېږي ۔ده ته ووئيل شول د مشرانو په 13مه غونډه كښې د اي سي او د وژن 2025 د پريكړې كولو هيله ده چې پكښې د پرمختګ بنيادي اصول سيمه ايز يو والې او د منطقې اولس لپاره ښه فضاﺀ او استحكام شامل دے چې دغسې پرمختګ لپاره هغوي خپل صلاحيتونه پكار راولي۔د مشرانو غونډې لپاره د مرستې چې كومې څانكې شاملې دي په هغې كښې تجارت٬ترانسپورټ او رابطه ٬توان٬سېلګري٬اقتصادي پرمختګ٬پېداوار٬سماجي ښېګړه او ماحوليات شامل دي۔د مشرانو غونډه كښې به د افغانستان خارجه وزير٬د آ??ربائيجان اولس مشر٬د ايران اولس مشر٬د قزاختستان اولس مشر/وزيراعظم٬د كرغزستان وزيراعظم٬د تاجكستان اولس مشر٬د تركيې اولس مشر٬د تركمانستان اولس مشر او د ازبكستان نائب وزيراعظم ګډون كوي۔وزيراعظم امر كړی چې د مشرانو غونډه كښې ګډون كونكو پلاويو لپاره دې ټول ضروري ګامونه پورته كړې شي
وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬ د اقتصادي مرستې تنظيم د مشرانو 13مې غونډې د انتظامات جاج واخستې شو
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania