اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد وئيلي دي د نواز شریف او آصف علي زرداري د كورنۍ سياست اوس ختم ??وے ۔ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د هې??اد آخري اميد دے چا چې قامي ګټې له په كوټلې توګه كار روان ساتلې۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان ایماندار او مخلص شخصيت دے ٬ نواز شریف او د شهباز شریف پشمول د نورو بدعنوانه عناصرو څخه لوټ كړې قامي دولت اخ??تو لپاره عزم لري ۔ ده ووئيل نواز شریف د تحريك انصاف حكومت څخه د اېن ار آو اخ??تو هڅې كړې خو ھغه ناكامه شوې۔ ده ووئيل دواړه وروڼه هې??اد څخه تخښتېدل غواړي ٬ د نواز او شهباز قامي دولت لټولو سره د هې??اد بې وزله اولس نېغ په نېغه ځپلې شوې۔ شېخ رشيد ووئيل د پي اے سي برخه هم يم او په پي اے سي به د شهباز شريف آډټ كوم۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) په تېر حكومت كښې قامي معيشت او قامي ادارو ته زيان رسولې خو پاكستان تحريك انصاف اقتدار ترلاسه كولو سره د قامي معيشت استحكام لپاره كوټلې ګامونه پورته كړې چې په سوب ئې معيشت ښه ??وے دے۔
د نواز شریف او آصف علي زرداري د كورنۍ سياست ختم شوے٬ وزیراعظم عمران خان ایماندار او مخلص شخصيت دے
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات