خارجه وزارت په كرغزستان كښې خپل كرائسز مينجمنټ يونټ فعال كړو


اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) د نائب وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په هدايت خارجه وزارت په کرغزستان كښې تېره شپه رامخې ته شوي فسادات نظر كښې نيولو سره خپل کرائسز مېنجمنټ یونټ فعال كړے دے۔ د خارجه دفتر لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په كرغزستان كښې پاكستاني وګړي او د دوئي كورنۍ د 9203108-051، 9203094-051 لمبرو او ای مېل سی ایم یو [email protected] د لارې يونټ سره تماس نيولے شي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د ميډيا پوښتنو لپاره دې د خارجه دفتر وياندې سره رابطه وكړي۔