اسلام آباد ۔ 29 اکتوبر (اے پی پی)سېنېټ كښې د حكومتي ??لې مشر سېناتور راجه ظفر الحق وئيلي دي ارواښاد آغا شو??س كشميري د نيمې وچې نوموړے خبريال ٬ خطيب ٬ اديب ٬ شاعر او دانشور وو۔ دده سماجي ٬ صحافتي ٬ مذهبي او ادبي خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې د پاكستان فېډرل يونېن آف جرنلسټ ترسېوري لاندې د ارواښاد آغا شو??س په ياد كښې راجوړې كړې شوې تعزيتي دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ راجه ظفر الحق ووئيل آغا شو??ش سره زما تعل?? د ??غه د ژوند په آخري ورځو كښې زيات شوے وو۔ كله چې ما د اسلم قرېشي (د ختم نبوت اتل) مقدمه فوځي عدالت كښې وكړه نو هغه ډېر خوشحاله شو او مانه ئې د ټولې مقدمې د روداد مطالبه وكړه دغسې چې هغه ئې خپلې ورځپاڼ?? چټان كښې شائع كړې شي۔ آغا شو??س يو ښه اديب ٬ خطيب او شاعر هم وو۔ د آزادۍ په هڅو كښې ده د مسلمانانو وينه د خپلې شاعرۍ د لارې ګرمه وساتله او ارواښاد په هغه كسانو كښې شامل وو چا چې د هغه وخت هغه طاقت نيمې وچې څخه بهر كړو د كوم لمر چې چرته هم نه پرېوتو۔ ده په تقرير كښې باور وركړو چې د آغا شو??س کشمیری معطل شوي زوئي بيا بحالولو له به ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ راجه محمد ظفرالحق ووئيل دا اوسنې ختم نبوت په آئين كښې د كېدونكي بدلون يو چال وو كوم چې حكومت تر ډېره حد حل كړې باقي كه لږ پاتے دے نو دا به د قامي اسمبلۍ په راروانه غونډه كښې حل شي۔ بياهم ايمان واله بايد په خپل ايمان ټينګ ولاړ پاتے شي۔ په دې مهال د جمعيت علماﺀ اسلام ف لارښود م??لا??ا فضل الرحمن او نورو علماﺀ كرامو او مقررينو خپل خطاب كښې د ارواښاد آغا شو??س په ژوند او خذماتو رڼا واچواله۔
د ارواښاد آغا شورس كشميري سماجي ٬ صحافتي ٬ مذهبي او ادبي خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ راجه ظفر الحق
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ