پېښور ۔10مارچ (اے پي پي) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د سوات موټروے د دوهم پړاؤ ترسېوري لاندې چکدرې څخه تر مینګورې د پراختيا منصوبې دستاوېزات د مواصلاتو وفاقي وزارت ته د لېږلو هدايت كولو سره و??يلي دي زمونږ به هڅه وي چې د ا??ن اېچ اے د لارې د پراختيا په منصوبه عمل درآمد وكړې شي۔ د سوات موټروے لا پراخا كولو سره به سېلګرۍ او صنعت ته و??ه ترلاسه شي ٬ د روزګار موقعې به رامخې ته شي او په بې وزلۍ قابو موندلو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ ده و??یراعلی سبکرټرېټ پېښور كښې د غونډې مشري كوله۔ د مواصلاتو او تعميراتو صوبائي وزير اکبر ایوب ،د مواصلاتو او تعميراتو سېكتر ٬ د سټرټېټجک سپورټ یونټ مشر صاحبزادہ سعید ، د پختونخوا هائی ویز اتھارټی اېم ډي او نورو اړوند?? چارواكو غونډه كښې ګډون وكړو۔ غونډه كښې د سوات موټروے دوهم پړاؤ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ ددې پړاؤ ترمخه به چکدرہ څخه تر مینګورہ موټروے پراخا كړې شي۔ د 41 کلومیټره اوږدې د پراختيا په دې منصوبه به نزدې 31881 ملین روپۍ مصرف كولې شي۔ چکدرہ څخه تر مېنګوره د دوه انټرچېنجز ٬ درې پلونو ٬ 43 کلورټس او27 انډر پاس جوړولو وړاندېز وركړې شوې دې۔ اعلی وزير ووئيل زما به هڅه وي چې د ا??ن اېچ اے د لارې دا منصوبې پايې ته و??سولې شي۔ ده هدايت وكړو چې اړوند دستاوېزات دې د مواصلاتو وزارت ته و??اندې كړې شي۔ په دې مهال اعلی وزير ته د هاؤسنګ څانګې روانو سكيمونو په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔
د سوات موټروے لا پراخا كولو سره به سېلګرۍ او صنعت ته وده ترلاسه شي۔ محمود خان
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں